نیکمرغه اختر

IQNA

بچوې
ایکنا- د غدیر  د نېکمرغه اختر په رارسېدو سره به د غدیر بیرغ په نجف او نورو ښارونو کې  د عراق په سپېڅلو زیارتونو، مبارکو مزارونو، بنسټونو او مذهبي هیئتونو ، او همدارنګه د نړۍ په ۱۵۰ بېلابېلو سیمو کې پورته او  ورپول شي.
د خبر لمبر: 3492857    خپرونې تاریخ : 2026/06/02

 ایکنا۰ د اسلامی انقلاب شهید رهبر په خپلو څرګندونو کې د «مائده» مبارکې سورې د درېیم آیت «اَلیَومَ یَئِسَ الَّذینَ کَفَروا مِن دینِکُم...» ته په اشارې سره د غدیر د پېښې قرآني تفسیر بیان کړی دی .
د خبر لمبر: 3492854    خپرونې تاریخ : 2026/06/01

 ایکنا- د قربانۍ د  نیکمغره او مبارک اختر لمونځ د چهارشنبې په سهار،یعني  د غبرګولي په ۶مه، د نیواکي  قدس ښار په مسجدالاقصی کې د ۱۴۰ زره فلسطینيیانو  په پراخ ګډون سره ادا شو.
د خبر لمبر: 3492833    خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا-  «له بکس یا بکسې  پرته حج»  په نامې سره طرحه سږ کال د لومړي ځل لپاره پر ټولو بهرنیو   حاجیانو او زیارتوالو  عملي کېږي. دا کار د دې طرحې پراخوالی او بشپړتیا ښئي، څو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د خدای د کور د مېلمنو  له کومې استثنا پرته خدمت وشي، او په دې توګه په نړیواله کچه د خدماتو د معیار یو شانوالی او د عملیاتو د اغېزمنتیا لوړوالی تضمین کړي.
د خبر لمبر: 3492819    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

نوی لمریز کال؛د اسلامی انقلاب د سترلارښود نوروزي پیغام
ایکنا -  داسلامی  انقلاب سترلارښود د ۱۴۰۵لمریز کال د پیلیدا په  په مناسبت  په نوروزي پیغا کې ووئيل؛ د لوي شهید رهبر  په یاد سره  د سږکال   د ملی وحدت او ملی امنیت په سیوري کې  مقاومتي اقتصاد اعلانوم.
د خبر لمبر: 3492586    خپرونې تاریخ : 2026/03/21

ایکنا- د قرآن کریم د نهویشتمې سپارې یا جزوې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492584    خپرونې تاریخ : 2026/03/19

ایکنا – سعودی عربستان، قطر او ترکیې  او ورسره یو شمیر نور عربو هیوادونو  اعلان کړی چې نن پنجشنبې ورځ د رمضان المبارک وروستۍ ورځ ده او د نیکمرغه کوچني اختر به د جمعې په ورځ وي.
د خبر لمبر: 3492583    خپرونې تاریخ : 2026/03/19

ایکنا - په داسې حال کې چې د نړۍ په ګوټ‌ګوټ کې میلیونونه مسلمانان د روژې دمبارکې میاشتې د رارسېدو په تمه دي او وروستۍ شېبې شمېرل کېږي، د نجومي محاسباتو اټکلونه ښئي چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان میاشت به د نجوم له نظره د چهارشنبې له ورځې سره پای ته ورسېږي او پر همدې اساس، د روژې لومړۍ ورځ به پنجشنبه ،یعني د فرورۍ ۱۹مه ( او د سلواغې ۳۰ ) وي.
د خبر لمبر: 3492432    خپرونې تاریخ : 2026/02/10

یودیني څيړاند!
ایکنا – مریم معین الاسلام  پّ دې خبرې په ټينګار سره چې حضرت امام حسین علیه السلام  د ظلم پّ وړاندې چُپتیا جایزه نه ده ګڼلې . د اهل بیت(ع) سیرت ښئ چې کله هم تقیّه،هماغه دامام حسن(ع) د زمانې په شان  او کله هم ښاره قیام ضروري دی؛ هغه څه چې د بنیادینو اصل شمیرل کیږی،  د اسلام ساتل او له تحریف سره مقابله ده .
د خبر لمبر: 3492351    خپرونې تاریخ : 2026/01/24

ایکنا -  په نجف اشرف کې د امام علي (ع) د حرم مطهر  مسئولانو وئيي دي ، چې د غدیر نیکمرغه اختر د لمانځنې لپاره نړیواله اوونۍ پیل شوې، چې په دې کې د پنځو براعظمونو له ۴۰ زیاتو هیوادونو څخه ګډون کوونکي برخه اخلي.
د خبر لمبر: 3491255    خپرونې تاریخ : 2025/06/11

ایکنا - د اسرائیل نیواکګروپوځيانو ځواکونو د د قربانۍ د نیکمرغه لوي اختر په لومړۍ ورځ  د اختر د لمانځه لپاره فلسطینیانو ته د ابراهیمي جومات د سپارلو مخه ونیوله. 
د خبر لمبر: 3491241    خپرونې تاریخ : 2025/06/08

ایکنا-  پرون جمعې ورځې په لسګونه زره لمونځ کوونکو په مسجد الاقصی کې د قربانئ د نیکمرغه لوي اختر لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3491234    خپرونې تاریخ : 2025/06/07

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر د تیونیس پشمول د بحرین،متحده عربی اماراتو ،کویت او څو نورو هیوادونو مشرانو سره په ټیلیفوني تماسونو کې  ووئيل؛  باؤري یوو مسلمانان د یوه بل وروڼه دي او که خپل وحدت او انسجام پیاوړی کړی، نو  دهغه څه په څیر د جنایتونو درامینځةکیدا  چې په غزې  کې روان دي،  مخه نیولی شي،هیله مند یوو  اسلامی ملتونه  په اتحاد او انسجام سره  د فلسطین دمظلوم ملت په ضد د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو ددریدا لپاره ډله ایز او اغیزشیندونکې هڅه   ولرل شي.
د خبر لمبر: 3490903    خپرونې تاریخ : 2025/04/03

ایکنا - د افغانستان  رئيس الوزرا د دفترسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى چې د افغانستان مسلمان ملت په پوره خوښۍ او سولې سره اختر لمانځلی.
د خبر لمبر: 3489035    خپرونې تاریخ : 2024/04/11

ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د سرخودي رژيم حملې ته په اشارې سره  ټينګار وکړ،په نړیوال عرف کې د هر هیواد په سفارت  او کنسولګرۍ حمله د هغه هیواد  په خاورې حمله حسابیږي او له سره تر پښو پورې له خباثته ډک صهیونیسټي رژيم  باید ددغه جنایت لپاره ورټل شي او حتما به تنبیه شي.
د خبر لمبر: 3489031    خپرونې تاریخ : 2024/04/11

ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې د نیکمرغه  اختر لمونځ نن په درست هیواد په یووخت ،  د تهران د امام  خمیني   په سترې عیدګاه یا مصلی کې  د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په امامت سره اقامه شو.
د خبر لمبر: 3489033    خپرونې تاریخ : 2024/04/11

ایکنا - د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ده ،په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو او وژلو د بهیر د درولو لپاره دې  د اسلامی  امت او هیوادونو اغیزشیندونکي هڅې او ملګرتیاوې  اړینې دي.
د خبر لمبر: 3489030    خپرونې تاریخ : 2024/04/10

ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت  دنړیوالې ټولنې  عمومی منشي  په عین حال کې  روښانه کړې ده ،  چې سږکال اختر د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې  دمسلمانانو  په نسل وژنې کې د  وحشي صهیونیسټي رژيم د  څاروي ډوله  جنایتونو او  اقداماتو په تریخوالي سره  یوځاي  شوی دی ، چې په نهایت کې  به د فلسطین دمظلوم  ملت په صبر او مجاهدت سره د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره  انجام ته ورسیږي.
د خبر لمبر: 3489029    خپرونې تاریخ : 2024/04/10

ایکنا -   په روسیې کې  څه ډپاسه پنځلس میلیون مسلمانان ژوند کوي ، چې زیاتره ئې په ولګا او اورال  سیمو کې  او ځیني نور  د روسیې په اروپائي برخې سیبریا او شمالي قفقاز کې ژوند کوي.
د خبر لمبر: 3489028    خپرونې تاریخ : 2024/04/10

ایکنا- د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په حکم د ټول هیواد له زندانونو  ۲۸۵۵ تنه خوشي شوي دي.
د خبر لمبر: 3489027    خپرونې تاریخ : 2024/04/10